IQNA

د حزب ا...توغندیو د صهیونیسټانو   څلور پوځي مرکزونه تباه کړل

14:52 - October 10, 2024
د خبر لمبر: 3489982
ایکنا - د حزب الله په اعلامیې کې راغلي دي،مقاومتي مبارزانو نن سهار په بیت هلل کې هم د اسرائيلي عسکرو د غونډیدا مرکز په نښه کړ.دغه راز ئې په یوې بلې خبرتیا کې وئیلي دي  په معیان باروح، او څو نورو سیمو کې هم د اسرائيلي پوځيانو پوځي مرکزونه اوتاسیسات په لوخړو کې پټ کړي  او د اور لمبې ترې پورته شوي دي.

ایکنانیوز  د ایرنا له قوله  راپور راکړی،  د لبنان د حزب الله غورځنګ د مقاومتي  مبارزانو   توغندیو  نن سهار  هم د صهیونیسټي وحشي رژیم  دپوځيانو مورچلې او د نیواکي فلسطین شمالي برخې  په توغندیو سره په لوخړو کې پټې کړې. 

په راپور کې وئيل شوي دي  دلبنان دحزب الله.غورځنګ  په یوې اعلامیې کې  وئيل شوي دي،د فلسطین دمقاومت کونکي  ملت  په ملتیا او ملاتړ او د لبنان  او د دغه هیواد دمبارز ولس په دفاع کې اوپه ښارونو او کلو  او عامو خلکو باندې د اسرائيلی پوځيانو د بې آمانه ح ملو په غبرګون کې  ئې نن سهار د کریات شمونا ښارګوټی په لسګونو توغندویو سره  په لوخړو کې پټ کړ او د اور لمبې ئې ترې پورته کړې.

 د حزب الله غورځنګ په دغې اعلامیې کې  راغلي  دي،مقاومتي مبارزانو همداراز په المرج کې د وحشي صهیونیسټي عسکرو دغونډیدا په مرکز هم توغندي وویشتل.

د حزب ا لله په یوې بلې اعلامیې کې همراغلي دي،مقاومتي مبارزانو  دغه راز  نن سهار په بیت هلل کې  هم د اسرائيلي عسکرو دغونډیدا مرکز په نښه کړ.دغه راز ئې په یوې بلې خبرتیا کې وئیلي دي  په معیان باروح، او څو نورو سیمو کې هم د اسرائيلي پوځيانو پوځي مرکزونه اوتاسیسات په لوخړو کې پټ کړي  او د اور لمبې ترې پورته شوي دي.

حزب ‌الله با ۵۰ موشک کریات شمونا را هدف قرار داد | جهان نيوز

الجزیره ټیلیویژني چینل هم  د نیواکي فلسطین په شمالی سیمو له لبنانه د  لسګونو توغندیو د حملو  خبر ورکړی دی.

په عین حال کې اسر ائيل هوم  ورځپاڼې  هم د لبنان له لورې په مرګلیوټ صهیونیسټ میشته ښارګې کې په یوې ودانۍ د  توغندي د لګیدا خبر ورکړی چې درانه تاوانونه ئې  اړولي دي. د کریات شمونا ښاروال  هم له صهیونیسټانو غوښتي دي پټنځایونو کې دې خوندي پاتې شي.

له دې سره په یووخت  د صهیونیسټ رژیم ریډیو  هم منلې ده چې حزب ا...غورځنګ  هماغه شان د د دغه غورځنګ د لوړپوړو قوماندانانو د له لاسه ورکولو سره سره  له اسرائيلي پوځ سره د مقابلې او  د توغندوي حملو  توان   لري.

شهرک کریات زیر آتش موشک‌های حزب‌الله/شلیک 2 موشک بالستیک از لبنان به اراضی  اشغالی :: نورنیوز

https://www.irna.ir/news/85623620/  

captcha